د کندهار ولس د شمالي وزيرستان څخه په راغلو کډوالو نغدي مرسته ووېشله
01 اگست 2014 څرګندون پریږدئ
in کورنی خبرونه
د ماین په چاودنه کې ۵ماشومان وژل شوي
30 جولای 2014 څرګندون پریږدئ
in کورنی خبرونه
د ماین په چاودنه کې ۵ ماشومان وژل شوي
د اروزګان ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د ماین په چاودنو کی ۵ ماشومان وژل شوي دي.
چاودنه نن تر غرمې وروسته دولسوالۍ د کیشي سیمې د رود په غاړه شوې چې له امله یې یو ماشوم ټپي شوی هم دی.
دا په داسي حال کې ده چې نن په مرکز ترینکوټ کي هم یوې چاودنې ۱۳ کسان ژوبل کړل چې ډیری يې ماشومان وو.
حشمت کرزۍ په ځانمرګي برید کې ووژل شو
29 جولای 2014 څرګندون پریږدئ
in کورنی خبرونه
د افغان چارواکو په وینا په یوه ځانمرګي برید کې د ولسمشر کرزي د کورنۍ غړی او د کندهار یو بانفوذه شخصیت حشمت کرزی وواژه.
د حامد کرزي د اکا زوی حشمت خلیل کرزي د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې په کندهار کې د اشرف غني احمدزي د کمپاین مسوول و او په کندهار کې یې اشرف غني ته د ډېرو رایو په جذبولو کې مهم رول درلود.
راپورونه وايي چې ځانمرګي په لونګۍ کې چاودېدونکي مواد پټ کړي ول او د اختر مبارکي په پلمه یې تر حشمت کرزي پوري ځان رسولی و.
د کندهار د والي ویندوی دواخان مینه پال وویل، ځانمرګي په داسي حال کې چې له حشمت کرزي سره د ده په مېلمستون کې اختر مبارکي کوله، ځان والوزاوه.
د کندهار والي په یوه خبرپاڼه کې ویلي:«د حشمت خان خليل کرزي کور ته قومي مخور د اختر د مبارکۍ په موخه ورتلل، په دې ترڅ کي نن سهار شاوخوا لس بجې يو ٢٤ کلن ځوان چي پخپله پګړۍ (لونګۍ) کي يې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى کړي ول، حشمت خليل کرزي ته ځان رسولى او د روغبړ پر مهال يې چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې او حشمت خليل کرزى يې په شهادت رسولى دى. په پېښه کي يو بل تن هم ټپي سوى دى.»
د جمعیت اسلامي ګوند مشر او د سولې د عالي شورا پخوانی رييس برهان الدین رباني هم په ورته ډول وژل شوی و. حشمت ک
په پکتیکا کې د اختر په ورځ یوه لویه تروریستي حمله ناکامه شوه
28 جولای 2014 څرګندون پریږدئ
in کورنی خبرونه
د پکتیکا ولایتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې نن سهار د اختر له لمانځه وروسته د یوې لویې تروریستي حملې مخه ونیول شوه.
د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان وویل، د دولت وسله والو مخالفانو پلان درلود چې په یوه مازدا موټر کې زر کیلو چاودېدونکي مواد نن سهار د ولایت په مرکز ښرنه کې وچاودوي خو د امنیتي ځواکونو له لوري له چلوونکي سره ونیول شو.
په پکتیکا کې امنیتي چارواکي وايي چې موټر د اورګون ولسوالۍ له بازاره ۸ کیلومتره لېري د تیرمیري په سیمه کې کشف شو.
د سيمه ييزو پوليسو عمومي قومندان عزيزالله کاروان وايي چې موټرله چاودېدونکو موادو سره د ملي امنيت د صفر اته چټکې قطعې لخوا ونيول شو او اوس یې له چلوونکي څخه په دې قطعه کې پوښتنې روانې دي.
د کاروان په وينا موټر چلوونکی شل کلن دی، قاصد خان نوميږي او د شمالي وزيرستان اوسېدونکی دی.
د سعودي عربستان حکومت رسماً کوچنی اختر اعلان کړ
27 جولای 2014 څرګندون پریږدئ
in کورنی خبرونه
د سعودي عربستان حکومت اعلان وکړ چې په دغه هیواد کې، چې د اسلام زېږنځای دی، نن شپه د شوال میاشت ولیدل شوه او پر دې اساس سبا دوشنبه د نېکمرغه کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.
په سعودي عربستان کې هم د افغانستان په شان اختر درې ورځې دی.
افغانستان روژه او اخترونه له سعودي عربستان سره په یووخت لمانځي.
په اکثرو اروپايي او امریکايي هیوادونو کې مېشت مسلمانان او دغه راز د ډېری اسلامي هیوادونه اختر له سعودي عربستان سره په یووخت لمانځي. روژه هم له سعودي سره په یووخت نیسي.
په همدې حال کې العربیه تلویزیون وویل، د عراق لوی مفتي نن اعلان وکړ چې سبا /دوشنبه/ به اختر وي.
د العربیه تلویزیون د راپور له مخې د سعودي عربستان د میاشتې (هلال) د لیدلو کمېټې نن غونډه لرله چې میاشت وویني.
په خیبر پښتونخوا کې اختر اعلان شو
27 جولای 2014 څرګندون پریږدئ
in کورنی خبرونه
په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې هم سبا /دوشنبه- ګل/ له افغانستان او سعودي عربستان سره په یو وخت کوچنی اختر لمانځل کېږي.
د خیبر پښتونخوا په بنو او دغه راز په باجوړ ایجنسۍ کې د شوال میاشت لیدل شوې او اعلان شوی چې له افغانستان، سعودي عربستان، متحده عربي امارات او ګڼو نورو اسلامي هیوادونو سره یوځای سبا اختر کوي.
د پاکستان د مرکزي حکومت د میاشتې د لیدلو کمېټې تراوسه پوري د شوال د میاشتې لیدل نه دي تایید کړي خو په خیبر پښتونخوا کې د میاشتې لیدلو (رویت هلال) کمېټې تایید کړې چې میاشت لیدل شوې ده.
د پنجاب حکومت عموماً د خیبر پښتونخوا د ملایانو څرګندونې نه تاییدوي.
بنګله دېش، اندونیزیا، فلسطین، اردن، عراق، قطر او د خلیج نورو هیوادونو هم اعلان کړی دی چې سبا /دوشنبه/ اختر دی.
پاکستاني رسنۍ وايي چې له یو – دوه ځلي پرته هیڅکله نه دي شوي چې د دغه هیواد پښتني سیمو دې له نور پاکستان سره په یووخت اختر کړی وي.
د سعودي عربستان حکومت نن اعلان وکړ چې په دغه هیواد کې، چې د اسلام زېږنځای دی، نن شپه د شوال میاشت ولیدل شوه او پر دې اساس سبا دوشنبه د نېکمرغه کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.
په سعودي عربستان کې هم د افغانستان په شان اختر درې ورځې دی.
افغانستان روژه او اخترونه له سعودي عربستان سره په یووخت لمانځي.
په اکثرو اروپايي او امریکايي هیوادونو کې مېشت مسلمانان او دغه راز د ډېری اسلامي هیوادونه اختر له سعودي عربستان سره په یووخت لمانځي. روژه هم له سعودي سره په یووخت نیسي.
په همدې حال کې العربیه تلویزیون وویل، د عراق لوی مفتي نن اعلان وکړ چې سبا /دوشنبه/ به اختر وي.
پښتانه باید ځان له طالبانو بیل کړي!
23 جولای 2014 څرګندون پریږدئ
in کورنی خبرونه
نن به په نړۍ کې ډير کم پښتانه وي، چې د طالب او توندلاري په نامه نه وي ځوريدلي يا نه ځوريږي، او همدا راز به ډير لږ پښتانه وي چې د طالب له لاسه نه وي ځوريدلي او يا نه ځورېږي.
دلته زما مقصد له ځوريدلو څخه هر ډول تکلیف دی چې د طالب په نوم یا د طالب له لاسه پښتنو ته رسيږي. دا ځوريدل هغه روحي فشارونه دي، چې يو پښتون زلمی له همدې وجهی له درس، مکتب او پوهنتون څخه محروم دی يا محروميږي (اوريدلی به مو وي چې دوه ورځی مخکې طالبانو يو پښتون زلمی چې د قندهار پوهنتون محصل وو سره د هغه د پلاره په هلمند کې د روژې په مبارکه مياشت کې ووژل شول، هغه زلمی يي له دې کبله وژلی وو چې ولی پوهنتون ته ځي او پلار يي ورله د دې کبله وژلی وو چې ولې يي زوی پوهنتون ته پريښی دی، دغه محصل د اختر تيرولو لپاره په هلمند کې خپلې کورنۍ ته ورغلی وو).
دا هغه ځوريدنه ده چې يو با احساسه پښتون خپلې سيمی ته د مرګ له ويرې نه شي تللای.
دا هغه ځوريدنه ده چې يو باسواده پښتون په خپله سيمه کې په جيب کې ښکاره قلم نه شي ګرځولاي، د هلمند په ځينو برخو کې قلم په جيب کې د مرګ سند دی.
دا هغه ځوريدنه ده چې د سوات جنت نشان سيمه د طالب له کبله په دوزخ بدله شوه.
دا هغه ځوريدنه ده چې د پکتيا پښتون ځان د ولسي جرګې لپاره په کابل کې کانديدوي.
دا هغه ځوريدنه ده چې د تخار پښتون خپلو ځمکو ته نه پريښودل کيږي.
دا هغه ځوريدنه ده چې د میرانشاه ۶۰٪ ښځې کونډې شوي دي.
دا هغه ځوريدنه ده چې د مارجې بي ګناه خلک هم بمباري کيږي او هم د ځای نه تيښتی ته نه پريښودل کيږي.
دا هغه ځوريدنه ده چې د واده لپاره پخې شوي وريجي د هلک او ناوي د خيرات لپاره پخيږي.
دا هغه ځوريدنه ده چې د بادغیس پښتون لکه د غلامانو ژوند کوي، او ان بازار ته د کار لپاره نه شي راوتلای.
دا هغه ځوریدنه ده چې پښتانه ورځ په ورځ د طالب له لاسه بې کوره او بې ځایه کیږي.
دا هغه ځوريدنه ده چې ټولې عام المنفعه پروژې دې د افغانستان په شمال کې په دې نامه پلي کيږي چې هلته سوله ده، خو برعکس د افغانستان په جنوب او سهيل کې جوړ مکتبونه ړنګيږي.
دا هغه ځوريدنه ده چې د کانکور په ازموينو کې دې د بدخشان ولایت د زده کوونکو د کاميابانو لیست ۳۹۰ مخه وي، او د هلمند، زابل، ارزګان له ولایاتو څخه دي په دريو کالو کې له ۱۲ صنف څخه يوازې لس کسه فارغ شوي وي!
نو ای پښتنو یا دغه د غلامۍ ژوند ته ادامه ورکړئ يا لکه د خپلو پلرونو غوندې ملي قيام وکړئ! نړيوالو ته وښاياست چې تاسې هسې د طالب په نوم ځوريږئ، تاسې طالبان نه ياست. طالبان نه مسلمانان دي او نه افغانان، هغوی اسلام دښمنه عناصر دي چې د نورو لپاره د پښتنو د تباهی ستره وسیله ده. مه پريږدئ چې نور تاسې د طالب په نوم وځوريږئ. ای پښتنو نور له ځان څخه د طالب کلمه لرې کړئ!
د زابل کډوال د سرپناه د نشتوالی سر ټکوي
23 جولای 2014 څرګندون پریږدئ
in کورنی خبرونه
په زابل کي مېشت کډوال شکايت کوي، چي د کډوالو لپاره ځانکړي سوي مځکي تر اوسه هم نه دي ورکړل سوي، چي له امله يې د سرپناه د نشت سره مخ دي.
دغه مځکي پنځه کاله وړاندي د ولسمشر په امر د کډوالو چارو وزارت له لوري راستانېدونکو ته ځانګړي سوي وې.
دوی وايي، چي پنځه کاله وړاندي يې د همدغه مځکو د ترلاسه کولو په موخه پيسې تحويل کړي، خو تر اوسه مځکي نه دي ورکړل سوي.
دوی شکايت کوي، چي اړوند چارواکي يې کارونه یوې او بلي ورځي ته ځنډوي، چي له امله يې د سختو ستونزو سره مخ دي.
په مرکز کلات کي د نورمحمد په نوم يوه تن، چي پنځه کاله وړاندي د پاکستان څخه راغلی وايي، چي اوس د کرايې به کور کي ژوند کوي او نه سي کولای، چي په ټيټ اقتصاد هره مياشت کرايه ورکړي.
محمد ولي، چي تازه د کويټي ښار څخه راغلی وايي، چي توپیریز چلند ورسره کيږي او د کډوالو په ښار ګوټي کي هغه چاته مځکي ورکړل سوي، چي واسطه ولري.
د یادو کډوالو یوه بله غوښتنه داده، چي د مځکو د ورکړي ترڅنګ دي د کورونو په جوړولو کي دولت مرسته ورسره وکړي.
په ورته وخت کي د زابل د کډوالو چارو امریت چارواکي یادي ستونزي نه مني او زیاتوي هغو کډوالو ته چي پیسي یې تحویل کړي په خپل وخت مځکي ورکړي دي.
ددې ولایت د کډوالو چارو امر مطیع الله حکیمي وایي، چي تر دا مهاله یې شاوخوا ۶۷۰ کډوالو ته مځکي ورکړي.
هغه زیاتوي، چي ۴۵۰ هغه کډوالو ته چي قانوني اسناد یې نه دي بشپړ کړي تر اوسه مځکي نه دي ورکول سوي او غوښتنه کوي، چي ژر تر ژره دي دغه کډوال خپل اسناد بشپړ کړي.
د زابل د کډوالو لپاره ښار ګوټي د کلات ښار څخه په ليری او ناامنه سیمه کي جوړ سوی دی، چي د امنيت د نشتون له امله هم ځيني کسان زړه نه ښه کوي، چي هلته مېشت سي
http://www.larawbar.net/40857.html.
په هوايي بريد کې بیا ١٣ وسله وال وژل شوي
23 جولای 2014 څرګندون پریږدئ
in کورنی خبرونه
دسما اردو ژبي تلويوزيون د خبر له مخې دشمالي وزيرستان په شوال کې دپاکستان په هوايي بريد کې ١٣ وسله وال وژل شوي او ٦ پټنځايونه يې ويجاړشوي دي په ضرب غضب عملياتوکې تر دې دمه ٥٠٠ وسله وال وژل شوي. او تر څو چې طالبان وراني، وژل، او ځورول کوي له اسمانه به په دوی بمونه اوري.
په لغمان کې مخالفو وسله والو شپږ مليكانو ته مرګ ژوبله اړولې
22 جولای 2014 څرګندون پریږدئ
in کورنی خبرونه
چارواكي وايي، چې په لغمان ولايت كې د مخالفو وسله والو طالبانوپه يوه سرا چه موټر بريد كړى چې په كې ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا پېښه تېر ماښم د اوو بجو په شا او خوا كې د الينګار ولسوالۍ اړوند د تګ او ساند روا تر منځ سيمه كې را منځ ته شوې. مخالفو وسله والو په يوه سراچه موټر په بريد كې ۵ تنه ملكي وګړي او يو تن محلي پوليس يې وژلي او ملكي وګړى زخمي شوى دى.
د هلمند د ځانمرګي بریدګرټارګت هغه کسان ول چې د خلکو ساتنه کوي
22 جولای 2014 څرګندون پریږدئ
in کورنی خبرونه
د هلمند ولايت د موټر بم بريد چې نن شاوخوا يولس نيمي بجي د هلمند په مرکز لښکرګا کې تر سره سو په ترڅ کې يې نولس تنو ته مرګ ژوبله اړولي ده.
د هلمند د امنيي قومندانۍ وياند عبدالاحد چوپان وايې چې پر شاوخوا يولس نيمي بجي د پوليسو پر موټريز کاروان ځانمرګى موټر بم وسو.
دى وايې چې په دي را منځته سوي موټر بم ځانمرګي بريد کې يو تن پوليس او تن ملکي وژل سوي دي او شاوخوا اولس تنه نور ژوبل سوي دي.
د عبدالحد چوپان د معلوماتو پر اساس چې د لښکري بازار په سيمه کې د را منځته سوي ځانمرګي بريد په ترڅ کې يولس پوليس او شپږ ملکيان هم ټپيان سوي دي.
هغه وويل چې په ټپيانو د دريو پوليسو روغتيايې وضيعت نازک دى.
د هلمند د والي وياند هم ددي پېښي پخلى کړى دى او ورته مرګ ژوبله يې تاييد کړي ده.
په هلمند کې د ايمرجنسي روغتون ويلي دي چې ددي پېښي څخه روغتون اووه تنه ټپيان ور وړل سوي دي کوم چې ددوى له لوري يې بيړنۍ درملنه پيل سوي ده.
بل پلو ويل کيږي چې د پوليسو دغه موټريز کاروان د هلمند د لښکرګا ښار څخه د سنګين پر لوري خوځيدى چې د بريد ښکار سو.
د وروستي ځانمرګي موټر بم بريد پړه کومي ډلي تر اوسه په غاړه نه د اخيستي خو په هلمند کې د افغانستان د نورو ولايتونو څخه په زيات توپير امنيتي وضعه خرابه سوي ده.
بې پيلوټو الوتکو ۲۷ تنه ترهګر وژلي
21 جولای 2014 څرګندون پریږدئ
in کورنی خبرونه
بې پيلوټو الوتکو په بريد کې، تيره ورځ د هرات ولايت د اوبه په ولسوالۍ کې د استوګنې پر سيمه بريد شوی، چې ۱۱ تنه په کې وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي دي.
د هرات والي فضل الله وحيدي د دې خبر پخلي کړی او وايي، چې بريد د استوګنې په سيمه کې تر سره شوی، چېرې چې طالبان راغونډ شوي وو.
د يو بل خبر له مخې، د لوګر ولايت د پل علم په شولوک سيمه کې هم د ډرون الوتکو لخوا بريد تر سره شوی، چې ۱۶ تنه په کې وژل شوي.
د لوګر ولايت مقاماتو او طالبانو لخوا، د دغه بريدونو په هکله څه نه دي ويل شوي.
هرات:بې پېلوټه الوتکي ١٢ تنه وسله وال وژلي
21 جولای 2014 څرګندون پریږدئ
in کورنی خبرونه
ا منيتي چارواکي وايې چې د لوديځ ولايت هرات په اوبې ولسوالۍ كې د بهرنيو ځواکونو د يوې بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل سوي دي.
که څ هم ايساف او وسله والو ددي پېښي په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي خو هرات ولايت د اوبي ولسوالۍ امنيه قومندان شيراغا الکوزى وايې چې دا پېښه تېر مازيګر د دې ولسوالۍ په “نې يك” سيمه كې رامنځته سوې ده.
د نوموړي د معلوماتو پر اساس چې دغه كسان د طالبانو د يو مشهور قومندان ملا غوث الدين د ډلې اړوند وو.
ويل كېږي دغه وسله وال طالبان د بادغيس ولايت اړوند وو، چې په دې وروستيو كې اوبې ولسوالۍ ته داخل سوي وو.
په دي وروستيو کې د افغانستان په کچه د ايساف د بې پبلوټه الوتکو بريدونه ډېر سوي دي.
په کندهار کې اووه تنه غلچکي او هدفي بريدګر نيول سوي دي
21 جولای 2014 څرګندون پریږدئ
in کورنی خبرونه
د کندهار د ملي امنيت د منسوبينو له لوري ٧ تنه وسله وال چي د کندهار په بېلابېلو برخو کي يې چريکي او انفجاري فعاليتونه کول، ونيول سول.
د کندهار ولايت څخه په خپره سوي خبرپاڼه کې راغلي دي چې د يادو کسانو هويت په دې ډول دى، محمد نعيم مشهور په غمي د استاد قمرالدين زوى، محمد حسن د محمد حسين زوى او عبدالاحمد د عبدالسلام زوى، اصلي د کندهار د ٦مي ناحيې اوسېدونکي، خو اوس د دوهمي ناحيې په رېګي کلاچه کي اوسېدل. عبدالفتاح د عبدالجبار زوى، اصلاً د پکتيکا د جانخېلو ولسوالۍ د ملايانو کلي اوسېدونکى، خو اوس د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کي اوسېدى. محمد رحيم مشهور په کاکک د مرادخان زوى، د شاوليکوټ د زمتو کلي اوسېدونکى دى. حفظ الله د نظرعلي زوى، د خاکرېز ولسوالۍ د چنار کلي اوسېدونکى دى او توريالى مشهور په ماما د شراف الدين زوى، د ژېړۍ ولسوالۍ د سلواغې کلي اوسېدونکى دى.
يادو ٧ تنو وسله والو د کندهار په بېلابېلو ساحو کي غلچکي او هدفي وژني کولې.
سرچينه وايې د نوموړو څه وخت مخکي په ښکارپور دروازه کي ٣ تنه پوليس ترور او ووژل دا راز يې برېښناکوټ پله ته څېرمه له مدينه پټرول پمپ سره ٢ پوليس ترور کړي ول، شاوليکوټ اډې ته څېرمه يې ٢ پوليس وژلي ول، له ايوبي روغتون سره يې يوه چاودنه کړې وه، له تيري اډې سره يې د پوليسو پر يوه رېنجر موټر چاودنه کړې وه او په ښار کي يې هم څو ورته فعاليتونه کړي ول، چي د ملي امنيت د منسوبينو له لوري تر کشف او تثبيت وروسته ونيول سول.
خبرپاڼه کاږي چې له نيول سويو کسانو سره ٣ ميله کلاشينکوفونه او ٥ ميله توپنچې هم نيول سوي دي. دغو ترهګرو پر خپلو ترهګريزو، هدفي وژنو او تخريبي فعاليتونو اعتراف هم کړى دى.
تر اوسه پوري کومي ډلي ددي نيول سويو کسانو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
ميدان وردګ:د یو وزیرستانی په ګډون ۱۰ ننو ته مرګ ژوبله واوښته
21 جولای 2014 څرګندون پریږدئ
in کورنی خبرونه
د میدان وردګو ولایت څخه خبريال ډاټ کام ته په ليږدول سوي خبرپاڼه کې راغلي دي چې ددي ولايت په سیداباد، جلریز او نرخ ولسوالیو کی تېره شپه د بېلا بېلو پيښو په ترڅ کی د یو وزیرستاني په ګدون ۴ وسله وال مخالفین وژل سوي،۳ ټپیان دي او یو بل ژوندی نیول سوی همدا راز درې امنیتي سرتېرې ټپيان سوي دي.
سرچينه ليکي چې د نرخ ولسوالۍ په شاه کابل سیمه کې د وسله والو مخالفینو د دوو ډلو ترمنځ د نښتې له امله یو تن وژل سوی دی او همدا راز د یادې ولسوالۍ په ده مسلم په سیمه کې د عملیاتو پرمهال د وسله والو مخالفینو یو مهم غړی غلام جان وژل سوی دی.
بل خوا د جلریز ولسوالۍ په سنګ شاه سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ نښته سوې چې له امله یې د یو وزیرستاني په ګډون دوه تنه مخالفین وژل سوي او درې نور ټپیان دي.
خبرځاى ليکي چې په ورته وخت کې د میدان ښار د زراعت لیسې په سیمه کې د وسله والو مخالفینو یو ماین جوړونکی چې عبدالغني نومیږي د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندی نیول سوی دی.
په ترسره سویو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی.
د یو بل خبر له مخې تېره ورځ د کابل ـ کندهار پر لویه لاره په سیداباد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د یوه موټر د چپه کیدو له امله درې پولیس ټپیان سوي،خو روغتیایې وضعه یې د ډاډ وړ ده.
تر اوسه پوري وسله والو طالبانو او کومي بلي ډلي ددي پېښو په غبرګون کې رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د نړۍ تر ټولو ښکلې پوليسه
17 جولای 2014 څرګندون پریږدئ
in کورنی خبرونه
وروسته له هغې ، چې د يوې فلسطيني پوليسې تصوير په ټولنيزو رسنيو کې خپور شو ، نو د ډېرو خلکو سترګې ور اوښتي دي .
له دغې پوليسې څخه په رام الله کې تصوير اخستل شوى دى .
دغه تصوير په فلسطين کې د محمود عباس ترڅنګ اخستل شوى .
که څه هم دغه پوليسه په فلسطين کې تر دې وړاندې هم ډېرو خلکو ليدلې وه ، خو کله ، چې عربي رسنيو پرې تبصرې پيل کړې ، نو اوس يې فلسطنيان هم د ليدلو هڅې کوي .
د دغې تصوير تر ټولو ډېر لېدونکي عربان ، ورپسې امريکايان ، هنديان ، ايرانيان او پاکستانيان دي .
پر کابل هوايي ډګر بریدونه د څلورو بریدګرو په وژنه تمام شول
17 جولای 2014 څرګندون پریږدئ
in کورنی خبرونه
څو وسلوال کسان چې په سپکو او درنو وسلو او چاودیدونکو موادو سنبال وو ، د پنجشنبې په ورځ سهار وختي یې د کابل پر نړیوال هوايي ډګر چې د ملکي او پوځي دواړو اهدافو لپاره کارول کیږي له یوې څیرمې نیمه ودانې شوې ودانۍ برید وکړ.
برید په داسې مهال کې چې د انتخاباتو پر سر ناندرو ګڼ حکومتي چارواکي له خپلو چارو غافله کړي کیږي .
برید د هوايي ډګر شمال لورې ته له تقریبا اوه سوه مټره لرې پرتې ودانۍ څخه چې وسلوال ورننوتي وو څلور نامعلومو وسلوالو پیل کړ. ویل کیږي چې پنځم تن یې مخکې تر دې چې نور برید پیل کړي ځان ته چاودنه ورکړې وه .
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي رسنیو ته ویلي دي چې څلور برید کونکې د پولیسو په ډزو وژل شوي . نوموړی زیاته کړې سیمه د برید څخه څلور ساعته وروسته پاکه شوې او افغان ځواکونو ته تلفات نه دي اوښتي .
د کابل نړیوال هوايي ډګر څخه پر ملکي الوتنو سربیره ناټو د پوځي الوتنو لپاره هم کار اخلي .
طالبان تقریبا هره اونۍ پر دې هوايي ډګر د توغندیو بریدونه کوي چې کم زیانونه اړوي ، خو له دومره نژدې واټن څخه برید تر اوسه پر دې نړیوال هوايي ډګر نه وو شوی .
د هوايي ډګر چارواکو ویلي چې الوتنې یې نورو ولایتي هوايي ډګرونو لکه مزار شریف او هرات ته رهنمايي کړي دي . که څه هم د هوايي ډګر شا او خوا دودونه لیدل کیدل خو افغان چارواکي وايي په هوايي ډګر کې کو د پام وړ زیان نه دی اوښتی او ډیر زر به ترې عادي ورځنۍ الوتنې پیل شي .
وسلوالو طالبانو ددې برید مسولیت منلی او حکومتي لورې ته یې د سره د درانه زیان د اړولو ادعا کړې ده.
هغه ماشوم، چي قرانکریم يې په دوه ځله لوستلو یاد کړ
17 جولای 2014 څرګندون پریږدئ
in کورنی خبرونه
په فراه ولایت کي یو ۱۳ کلن ماشوم دومره استعداد لري، چي قرانکریم يې په دوه ځله لوستلو په یاد کړ.
دغه یتیم هلک احمد نوم لري او د فراه ولایت د شیب کوه ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
تر ټولو حيرانوونکي داده، چي دغه هلک اوس په دولسم ټولګي زده کړي کوي، ځکه هغه د هر صنف وروسته د سويې او لياقت ازموينه ورکړې او پکښي بریالی سوی دی.
احمد نه یوازي د پراخي مطالعې لرونکي دی، بلکي په انګليسي رواني خبري کولای سي.
ددې هلک ذهن دومره قوي دی، چي که څوک د قرانکریم هره ايات ورڅخه وپوښتي، نو د ځنډ پرته يې په یاد په ډېر خواږه ږغ کي ورته وايي.
خو دغه ۱۳ کلن هلک دومره غريب او بېوزله دی، چي د یوه قلم او کتابچې رانیولو توان نه لري.
ددغه ماشوم استادان وايي، طفل احمد دومره ځيرک دی، چي په هره برخه کي سوال ترې وسي، جواب يې په خورا فصاحت سره ورکوي.
د احمد د ښوونځي مدیر په ډېر افسوس سره وايي، چي دغه يتیم هلک ته چا پام نه دی کړی، ترڅو استعداد ته يې په نړيواله کچه انعکاس ورکړل سي.
په همدې مهال د فراه والي محمد عمر شېرزاد ددغه ماشوم سره ليدلي او د تشویق تر څنګ يې د هغه سره د همکارۍ مرسته کړې ده.
پاکستاني پوځ وايي یو مهم طالب قومندان یې نیولی
17 جولای 2014 څرګندون پریږدئ
in کورنی خبرونه
پاکستاني چارواکي وايي د پاکستاني طالبانو هغه قومندان یې نیولی چې یو مهال یې هڅه کړې وه چې پر پخواني پوځي واکمن پرویز مشرف چاودنه وکړي .
عدنان رشید د جمعې په ورځ په جنوبي وزیرستان کې نیول شوی دی . دا له هغې را وروسته چې پاکستاني پوځیانو په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو طالبانو پر ضد عملیات پیل کړي لومړنی پیژندل شوی طالب مشر دی چې پاکستاني چارواکي یې د نیول کیدو خبر ورکوي .
چارواکي وايي نوموړي په واڼه کې په یو کور کې له خپلې کورنۍ سره اوسیده او د نیول کیدو پر مهال په ډزو کې ټپي شوی دی.
پاکستاني حکومت ویلي دوی به وسلوال په سیمه کې له شتو پټنځایونو اوباسي ، او داسې نښې نښانې یې ښودلي چې ګوندې غواړي په باجوړ کې هم پوځي عملیات پیل کړي .
عدنان رشید چې عمر یې له دیرش کلونو پورته دی ، د پاکستان د هوايي ځواکونو پخوانی افسر دی چې په ۲۰۰۳ م کال کې یې د پرویز مشرف د وژلو لپاره هڅه کوله ځانمرګی برید وکړي . چې له کبله یې بندي شو . نوموړی په ۲۰۱۲ م کال کې د څلور سوو نورو وسلوالو سره له له زندان څخه وتښتیده . او له دې وروسته یې د زندان د ماتولو د یوې بلې کامیابې طرحې مسولیت هم ومانه چې دوه نیم سوه بندیان یې په ترڅ کې تښتیدلي وو .
د ناامنیو له کبله په جنوب کې په سلګونو ښوونځي بند دي
16 جولای 2014 څرګندون پریږدئ
in کورنی خبرونه
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي د دوی له پرله پسې هلو ځلو سره سره لا هم د هېواد په جنوبي ولایتونو کې څه باندې درې سوه ښوونځي بند دي چې له کبله یې په سلګونه زره ماشومان او زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي .
د پوهنې وزارت وايي د دغو ښوونځیو د تړل کېدو اصلي علت نا امني ده .
د وزارت د نشراتو او عامه پوهاوي مشر کبیر حقمل امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل ( په هلمند کې ۱۳۰ ښوونځي تړلي دي، په کندهار کې ۱۳۰ ښوونځي تړلي او همدغه راز لسګونه نور ښوونځي په زابل او ارزګان کې تړلي چې، له کبله یې سلګونه زره ماشومان له زده کړو بې برخې شوي دي .)
ښاغلی حقمل وايي سره له دې چې د پوهنې وزارت له ۲۰۰۵ کال را په دېخوا د تړل شویو دولس سوه ښوونځیو له ډلې یې ۸۰۰ بېرته پرانیستي، خو په جنوبي ولایتونو کې د دوی هڅو هاغسې چې تمه وه، نتیجه ورکړې نه ده .
ښاغلي حقمل و نه ویل چې د افغان حکومت ضد وسله والو طالبانو او نورو ډلو ولې دغه ښوونځي تړلي دي، خو نوموړي د جګړې پر ښکیلو غاړو غږ وکړ چې پوهنه او ښوونه دې نه سیاسي کوي او افغان ماشومانو ته دې د زده کړو زمېنې برابرې کړي .
( موږ پر وسله والو طالبانو هم غږ کړی چې ښوونځي مه تړﺉ، د ښوونځیو تړل د یو نسل په وړاندې د پوهنې د دروازو تړل دي، له قومي مشرانو او مخورو کسانو مو غوښتي چې د دغو ښوونځیو په پرانیستلو کې راسره مرسته وکړي، وزارت د هر تعلیمي کال په سر کې لسګونه ښوونځي پرانیزي، هیله مند یو چې د دغه کال تر پایه په جنوبي ولایتونو کې ټول تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستل شي .)
د افغانستان د پوهنې وزارت نشراتو او عامه پوهاي مشر وايي د جنوبي ولایتونو تر څنګ په ځینو نوور سیمو کې هم د ګوتو په شمېر ښوونځي تړلي چې غزنی یې د بېلګې په ډول یاد کړ .
کبیر حقمل وايي دا مهال په ټول افغانستان کې یو اعشاره درې میلیونه ماشومانو له زده کړو بې برخي دي چې ډېره برخه یې په نا امنو ولایتونو کې ده .
په پکتیکا کې تروریستي برید نژدې ۴۰ تنه ووژل
15 جولای 2014 څرګندون پریږدئ
in کورنی خبرونه
په پکتیکا کې تروریستي برید نژدې ۴۰ تنه ووژل
تاند- د ارګون ولسوال محمد رضا خروټي رسنیو ته وویل چې په دې برید کې لږ ترلږه ۳۸ تنه وژل شوي او تر ۴۰
زیات نور ژوبل دي.
ده وویل چې ځانمرګي ترهګر ځان یوه جومات او مارکېټ ته څېرمه خپل موټر، چې چاودېدونکي مواد يې پکې ځای پر ځای کړي ول، والوزاوه.
د ښاغلي خروټي په وینا د دغه تروریستي برید ټول قربانیان ملکیان دي.
د کابل د احمدشاه بابا (پنځمه ناحیه) د چاودنې د تلفاتو شمېر هم په زیاتېدو دی. په لوږمړنیو راپورونو کې د ۲ تنو د وژل کېدو او پنځو نورو د ټپي کېدو ویل شوي و خو اوس ویل کېږي چې ښايي د تلفاتو شمېر تر دې ډېر وي.
لومړنی خبر
په پکتیکا کې تروریستي برید نژدې ۲۵ تنه ووژل
تاند- د پکتیکا په مرکز ښرنه کې نن په یوه تروریستي حمله کې لږترلږه ۲۵ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
لومړني راپورونه وايي چې په دغه ځانمرګي برید کې، چې د یوه جومات مخته وشو، دوه ملي پولیس هم وژل شوي دي.
ویل شوي چې ځانمرګي دا تروزریستي برید د موټر بم په وسیله کړی دی.
تراوسه د دې پېښې د ټپیانو دقیق حال نه دی څرګند.
له دې سره په یو وخت نن د کابل ښار په پنځمه حوزه کې په یوه چاودنه کې دوه تنه ملکیان ووژل شول او پنځه نور ژوبل شول.
ترهګرو په وروستیو ورځو کې د عامو خلکو وژلو ته زور ورکړی دی.
د ملګرو ملتو له وروستي راپور سره سم، چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ یې خپور کړ، په تېرو شپږو میاشتو کې د ملکي افغانانو وژنې د تېر کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې ۲۴ زیاتې شوي دي.
اکثره افغانان د ښرنې د ننني تروریستي برید په شان حملو کې وژل کېږي.
کندهار-زابل:اووه وسلوال نیول سوي او وژل سوي
14 جولای 2014 څرګندون پریږدئ
in کورنی خبرونه
په کندهار او زابل کي اووه وسله وال نیول سوي او وژل سوي
امنيتی چارواکي وايي، چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي په کندهار او زابل ولایتونو کي د جلا – جلا عملیاتو پر مهال اووه وسله وال مخالفین وژل سوي او نيول سوي دي.
په جنوب کي د ۲۰۵ اتل قول اردو قومانداني وايي، چي دوه تنه د زابل او پاته پنځه تنه په کندهار کي وژل سوي او نیول سوي دي.
د ملي اردو دغه سرچينې په یوې خپرې کړي خبرپاڼي کي ويلي، چي دوه وسله وال هغه مهال د زابل په نوبهار او شينکي ولسوالۍ کي ووژل سول، چي دوه ماینونه يې ښخول.
سرچينې د کندهار د ميوند ولسوالۍ په ګلا کېچه سیمه کي د عملیاتو پر مهال هم د یوه طالب جنګيالي د وژلو خبر ورکړی دی.
د یوه بل خبر له مخې پولیسو او ملي امنیت ځواکونو د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ په رېګوا سیمه کي د عملیاتو پر مهال د چاودېدوکو توکو ډک موټرسایکل او یوه درې کېلويي ډبه د دوو مشکوکو کسانو سره نيولې ده.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ ویاند ضيا دورانی وايي، چي د همدې ولسوالي په بدوانو سیمه کي يې بیا د ماینونو یوه لویه زېرمه دوو ماین ښخوونکو سره نیولې ده.
هغه زیاته کړه، چي کشف سوي زېرمي کي یوه دهشکه، څلور راکټونه، لسګونه د ماین کانچې، برقي بټاقۍ، د ماین بېترۍ، د ریموټ کنټرول ماشینونه، د ماين پېچکارۍ او لسګونه کړۍ بېلا – بېل ماینونه تر لاسه کړي دي.
دده په وینا، چي پولیسو يې د کندهار په نورو دریو ولسوالیو شاولیکوټ، دامان او میوند کي هم عملیات کړي، چي پر مهال يې څلور کړې د وسايطو ضد ماینونه کشف او شنډ سوي دي.
تر اوسه وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ويلي.
دوه پاکستاني طالبان په وردګو کې وژل شوي دي
14 جولای 2014 ۱ څرگندون
in کورنی خبرونه
د دوو قوماندانو په ګډون ۵ مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته او يوبل يې
ژوندی ونيول شو.
د ميدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار،چک او سيداباد ولسوالیو کې تیره
شپه د بیلابیلو عملیاتو او نښتې په ترڅ کې د یو قوماندان په ګډون دوه
پاکشتاني وسله وال طالبان وژل شوي،درې ټپیان او یو بل قوماندان ژوندی نیول شوی دی
.
د سیداباد ولسوالۍ په ملي خیلو سیمه کې د هوایې برید په ترڅ کې د وسله
والو طالبانو یو قوماندان په ګډون دوه پاکستاني وسله وال طالبان وژل شوي دي .
همدا راز د چک ولسوالۍ په شیرخانه سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو
مخالفینو ترمنځ نښته شوې،چې له امله یې درې مخالفین ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د میدان ښار په ملاخیلو سیمه کې د وسله والو مخالفینو یو
قوماندان له یوې پایې مخابرې سره یو ځای ژوندی نیول شوی دی .
نیول شوي قوماندان چې عصمت نومیږي،په قتل،ترورستي فعالیتونو،سړي تښتونه
او د وسله والو مخالفینو لپاره یې استخباراتي معلوماتو په راټولو کې لاس
درلود.
په ترسره شویو عملیاتو او نښتې کې امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو ته کوم
زیان ندی اوښتی
وسلوالو بغداد کې ۳۳ تنه وژلي دي
13 جولای 2014 څرګندون پریږدئ
in کورنی خبرونه
د شنبې په ماښام نامالومه وسله والو کسانو د بغداد په شمال کې 33 تنه ملکي وګړي وژلي دي . په وژل شویو کې د درې سړیو په ګډون 29 تنه میرمنې دي . په دې پېښه کې 8تنه نور ټپیان شوي دي چې 4 تنه یې میرمنې دي ، د پېښې د رامنځته کېدو د لامل په اړه څه نه دې ویل شوې ، پولیسو د پلټنې عملیات او د پیښې په اړه څیړنې پیل کړې دي .
وسلوالو په باجوړ کې ۳ تنه پوځيان وژلي
13 جولای 2014 څرګندون پریږدئ
in کورنی خبرونه
د پاکستان پوليسو نن ورځ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره، د باجوړ په قباييلي سيمه کې د ۳ تنو پوځيانو چې يو يې افسر و، د وژل کيدو خبر ورکړی دی.
خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د افغانستان څخه وسلوال راوښتي دي، او د باجوړ په مومندو سيمه کې يې پر يوه پوسته بريد کړی دی او درې تنه يې وژلي.
تر اوسه کومې ډلې د پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې، خو د پاکستان امنيتي سرچينې، د تحريک طالبان پاکستان ډله د بريد مسووله بللې ده.